د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د پکتیکا ولایت له ټولو مسؤولینو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۳
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د پکتیکا ولایت له ټولو مسؤولینو سره وکتل

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله، پرون چهارشنبه (۱۸/محرم الحرام/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) په ځانګړي هدایت پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.
پکتیکا ولایت ته د جزا دېوان د عمومي رئیس د سفر عمده موخه د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته، د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې پیاوړتیا، جرایمو د مخنیوي، حق حقدار ته د سپارلو او ولس ته د غوره خدماتو ترسره کولو په تړاو له ولایتي مسؤولینو سره خبرې کول وه.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) یاد ولایت ته د سفر پر مهال د والي صاحب په ګډون له ټولو ولایتي اداري مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه، د غونډې ګډونوالو ته یې د عدالت د تأمین، ډاډمن امنیت، له مظلوم سره همکارۍ او د هغه فریاد اورېدلو، د فساد مخنیوي او د ولایتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
نوموړي د پکتیکا ولایت محترم والي، امر بالمعروف، د علماوو شورا او اړوند نورو مسؤولینو ته هدایت وکړ چې هڅه وکړي د خلکو ترمنځ جنجالونه په داسې ‌ډول د سولې له لارې حل او فصل کړئ چې له شریعت سره ټکر ونه لري.
د جزا دېوان عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته وویل، د اسلامي نظام مسؤولیت دی چې عدالت تأمین کړي، د اسلامي نظام د حاکمیت پر مهال هېڅوک جرئت نشي کولای چې پر مظلوم ظلم وکړي؛ که فرضاً څوک ظلم وکړي نو د اسلامي نظام مسؤولین به یې د اسلامي شریعت مطابق مجازات کوي او د مظلوم لاس‌ نیوی به کوي.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) زیاته کړه، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو ادارو مسؤولین باید د اړتیا پر مهال له یو بل سره د اصولو په رڼا کې پوره همکاري وکړي، د دوی ترمنځ باید همغږي دومره قوي وي چې دښمن په هېڅ صورت په کې د جرم ترسره کولو فرصت پیدا نه کړي.
دغه راز نوموړي وویل، پر موږ ټولو مسؤولینو او منسوبینو لازمه ده چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل ځورېدلي ولس خدمت وکړو، د دوی ستونزې او فریاد واورو او په کم وخت کې یې ستونزو ته رسېدنه وکړو.
دغه راز په غونډه کې د ولایتي ادارو مسؤولینو هم په خپل وار د همغږۍ د تقویې، اسلامي نظام پر ګټو او مسؤولیتونو او نورو اړینو مواردو تفصیلي خبرې وکړې او له یو بل سره یې نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، ژمنه یې وکړه چې تر خپلې وسې به د ولس خدمت کوي، له یو بل سره به د اصولو مطابق پوره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د جزا دېوان عمومي رئیس له دې مخکې د هېواد ۲۰ نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د ټولو ولایتونو له مسؤولینو سره یې د همغږۍ ناستې ترسره کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمهٔ مرافعهٔ سمنگان در محکمهٔ ابتدائیۀ شهری آن ولایت جلسۀ اداری تدویر یافت 

تحت ریاست محترم مولوی محی‌الدین (عمری) رئیس محکمهٔ مرافعه، با اشتراک رٶسای دواوین محکمهٔ ابتدائیه شهری، آمریت حقوق، آمریت وثایق کارمندان اداری محکمه و قطعۀ محافظت قضات به تاریخ ۱۸ /۱. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۴۷
Background image

محاکم دايکندی طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۸۰) دوسیه، به تعداد (۸۹) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت دايکندی، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

محاکم هرات طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۶۰۶) دوسیه، به تعداد (۶۳۸) قطعه وثایق را نیز اجرا کرده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت هرات، دواوين محکمۀ مرافعهٔ، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش هاى حقوقى،. . .

بازگشت به اخبار