د غزني ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د اختر په مناسبت د عفوې د فرمان د تعميل په اساس د امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
په ۱۳/ ۹/ ۱۴۴۵ ھـ ق نېټه د غزني ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس ابو الاعجاز مولوي محمد مبین ( الطاف) په مشرۍ د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنين (حفظه الله) د عفوې د فرمان په اساس د ياد ولايت له امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس، د ښاري محکمې رئيس، د ښاري محکمې د جزا او امنیت عامه دېوانونو مفتیانو، د غزني ولایت د استخباراتو ریاست استازي، د امنيه قوماندانۍ استازي، د تعقیب او نظارت رياست استازي، د غزني زون د نظامي محکمې قاضي او د غزني ولايت د زندانونو چارو رئیس ګډون درلود.
ياده غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د غزني ولايت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د سترې محكمې د ۱۴۴۵ هـ ق کال (۴۰) مه شمېره متحد المآل او ورسره ضميمه طرزالعمل د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې د عامه امنیت د دېوان د رئیس تر سرپرستۍ لاندې له بېلا بېلو اداراتو څخه کمېټه جوړه شوه، چې د اسلامي امارت د عفوې د فرمان د اصولو، قوانینو، مقرراتو او لارښوونو مطابق به له خنډ او ځنډ پرته پر وخت خپلې چارې ترسره کړې.