د غزني ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د اختر په مناسبت د عفوې د فرمان د تعميل په اساس د امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۴:۴۵
د غزني ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د اختر په مناسبت د عفوې د فرمان د تعميل په اساس د امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

په ۱۳/ ۹/ ۱۴۴۵ ھـ ق نېټه د غزني ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس ابو الاعجاز مولوي محمد مبین ( الطاف) په مشرۍ د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنين (حفظه الله) د عفوې د فرمان په اساس د ياد ولايت له امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس، د ښاري محکمې رئيس، د ښاري محکمې د جزا او امنیت عامه دېوانونو مفتیانو، د غزني ولایت د استخباراتو ریاست استازي، د امنيه قوماندانۍ استازي، د تعقیب او نظارت رياست استازي، د غزني زون د نظامي محکمې قاضي او د غزني ولايت د زندانونو چارو رئیس ګډون درلود.
ياده غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د غزني ولايت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د سترې محكمې د ۱۴۴۵ هـ ق کال (۴۰) مه شمېره متحد المآل او ورسره ضميمه طرزالعمل د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
 د غونډې په دوام د مرافعه محکمې د عامه امنیت د دېوان د رئیس تر سرپرستۍ لاندې له بېلا بېلو اداراتو څخه کمېټه جوړه شوه، چې د اسلامي امارت د عفوې د فرمان د اصولو، قوانینو، مقرراتو او لارښوونو مطابق به له خنډ او ځنډ پرته پر وخت خپلې چارې ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی