د افغانستان اسلامي امارت د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو لپاره نوی رئیس ارکان معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۵۴
د افغانستان اسلامي امارت د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو لپاره نوی رئیس ارکان معرفي شو


د روان ۱۴۴۵ هــ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۲مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د رهبرۍ د لزوم دید له مخې ښاغلی الحاج مولوي احمدالله (میوندوال) د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د عمومي قوماندانۍ د رئیس ارکان په حیث وټاکل شو او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت په غونډه کې چې د قضائیه قوې د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندانۍ په انګړ کې ترسره شوه د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست رئیس محترم الحاج مولوي  محمد عوض (سعید)، د ملکي محاکمو عمومي قوماندان محترم مولوي عبدالله (عزام)، د سترې محکمې د امنیتي قطعې قوماندان محترم ملا عزت الله (مدثر)، د تفتیش او کنټرول مدیر محترم مفتي عبدالرؤف (یوسف)، د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر محترم مولوي خان محمد (مستغفر )، د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي نور محمد (قتیبه)، د مطبوعاتو آمر مولوي حبیب الرحمن (روحاني)، د محاسبې مدیریت مرستیال محترم مولوي محمد اسماعیل (ناظم) او ځینې نورو مجاهدینو او مسؤولینو هم ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو ته د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مولوي عبدالله جان وینا وکړه وویل، دنده امتیاز نه بلکې امانت دی او امانت به اهل خلکو ته سپارل کیږي.
مولوي عبدالله جان زیاته کړه، که مسؤولیت اهل کسانو ته ونه سپارل شي نو هم به الله تعالی راڅخه نا راضه وي او هم به د ملت آه او آزار راپسې شي.
همداراز د ملکي محاکمو د قوماندانۍ رئیس ارکان محترم مولوي احمدالله (میوندوال) په خپله وینا کې وویل، له الله تعالی څخه مرسته او کومک غواړو چې ګران هېواد او خلکو ته د خدمت کولو توفیق راکړي او ان شاءالله ګران هېواد او ملت ته به د ژوند تر وروستیو سلګیو پوره ــ پوره خدمت کوو؛ ځکه زموږ ملت له سختو ناخوالو راوتلی دی، زیات دردونه یې لیدلي او اوس د خدمت او د ملت د هوساینې وخت رارسېدلی دی.
غونډه د مولوي خان محمد مستغفر په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار