د کندهار د ښاري ابتدائيه محکمې لپاره  نوى رئيس معرفي شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۵:۲۴
د کندهار د ښاري ابتدائيه محکمې لپاره  نوى رئيس معرفي شو


د ٢٩/ ٣/ ١٤٤٥ هـ ق کال د کندهار ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې پخوانى رئیس محترم شیخ مولوي ګل آغا، چې د امیرالمٶمنین (حفظه الله) د حکم په اساس د سترې محکمې د عالي مقام د تفتیش د رئيس په توګه او محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) د سترې محکمې د عالي مقام د تدقیق او مطالعاتو پخوانى رئيس د مشرتابه عالي مقام د یاد حکم په اساس د کندهار ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په توګه تبدیلاً مقرر شوی دى، نو په دې اساس د کندهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبد الغفار (بحر) له لورې د يوې غونډې په ترڅ کې د کندهار د ښاري ابتدائيه محکمې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د معرفت او پېژندنې په دغه غونډه کې د کندهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبد الغفار بحر د خبرو پر مهال، د پخواني رئیس د کړنو او فعاليت ستاينه وکړه او په نويو دندو کې يې دواړو رئیسانو ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د لا ښه خدمت د توفيق غوښتنه وکړه.
په ياده غونډه کې د کندهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې نوي رئیس محترم مفتي حزب الله ابراهيمي وويل، تر خپل وس او توان به کوښښ کوم چې د کندهار شريف ولس ته ښه خدمت وکړم.
ياده غونډه د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار