د سترې محکمې د عالي مقام په حکم او جنوب غرب زون د تمیز لوی ریاست  په هدایت به د هرات له زندان څخه څه باندې (۴۷۳) بندیان آزاد شي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۹:۱۵
د سترې محکمې د عالي مقام په حکم او جنوب غرب زون د تمیز لوی ریاست  په هدایت به د هرات له زندان څخه څه باندې (۴۷۳) بندیان آزاد شي

د سترې محکمې د عالي مقام او جنوب غرب زون د تمیز لوی ریاست په هدایت به د انساني ترحم او شفقت له وجې د هرات ولایت له عمومي زندان څخه څه د پاسه (۴۷۳) هغه زندانیان ازاد شي چې په حقوق الله کې بندیان وو، یا یې د حبس کمه موده پاته ده.

د سترې محکمې د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام د هرات د مرافعه محکمې د ریاست په وړاندیز د جنوب د غرب زون د تفتیش یوه درې کسیزه پلاوي ته دنده وسپارله چې د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړي، د زندان او زندانیانو وضعیت له نږدې بررسي او په اړه یې بشپړ معلومات شریک کړي.

د یاد درې کسیزه پلاوي د دوه ورځنۍ بررسۍ په نتیجه کې معلومه شوه چې د هرات زندان ودانۍ ته د زلزلې له امله زیان رسېدلی دی او د نړېدو خطر لري.

دغه راز یاد پلاوي د هرات په زندان کې د هغه (۴۷۳) بندیانو نوملړ ترتیب او د جنوب غرب زون د تمیز له عالي مقام سره شریک کړ چې په حقوق الله کې بندیان وو، یا یې د حبس کمه موده پاته وه.

د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام، د زندانیانو د یاد نوملړ تر کتنې وروسته د یوه مکتوب له لارې د هرات مرافعه محکمې ته هدایت کړی چې د یادو زندانیانو د خوشي کېدو درته اجازه ده او هر څومره ژر چې امکان لري دغه بندیان خوشي کړئ؛ ترڅو په محبس کې د بندیانو حجم کم او د زلزلې په صورت کې د پاتې بندیانو تر خپلې وسې حفاظت وشي.

پر دې سربېره د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام اړوند مسؤولینو ته هدایت کړی چې د ښځو او کوچنیانو په محبسونو کې چې اوس مهال یې هیئتي روانه ده او تر اوسه یې لېستونه نه دي را رسېدلي د خپل لزوم دید مطابق بندیان ازاد کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار