د افغانستان اسلامي امارت  د سترې محکمې  د قضائي تعلیماتو په ریاست  کې (۴۵)ورځنی تربیتي سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۲۴
د افغانستان اسلامي امارت  د سترې محکمې  د قضائي تعلیماتو په ریاست  کې (۴۵)ورځنی تربیتي سیمینار پای ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو  عمومي ریاست په تالارکې  (۴۵) ورځنی  قضائي تعلیمي سیمینار چې د روان ۱۴۴۵ هجري قمري  کال  د محرم الحرام د میاشتې په ۲۵مه  نېټه  پیل شوی و، نن  د ربیع الأول د میاشتې په  لسمه نېټه  پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې د بېلا بېلو محاکمو  (۲۲) تنه  جدید التقرر  قضائي غړي شامل وو چې د قضاء برخې د مسلکي استادانو او شیوخ کرامو لخوا ورته د قضائي موضوعاتو اړوند عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.

په یاد قضائي سیمینار کې د بېلا بېلو قضائي چارو اړوند علمي او نظري درسونو سربېره  په ګډونوالو  مختلف النوع  قضائي فیصلې، وثایق، قرارونه اونور ولیکل شول.

د یاد سیمینار ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د قضاء برخه کې د مسلکي وړتیا لوړنې په موخه یاد سیمینار جوړ کړی وو او وویل، د دغه سیمینار په سبب به د دوی په قضائي چارو کې لا پرمختګ او چټکتیا رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې په  قضائي زده کړو عمومي ریاست کې  د هیواد د ۳۴ ولایتونو د نظامي محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو  لپاره  هم  ۴۵ ورځنی  علمي تربیتي  سیمینار  دوام لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار