د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له  دېوانونو او مخزن څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۷
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له  دېوانونو او مخزن څخه لیدنه وکړه

د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) صاحب د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتۍ په ۲۲مه، ۲۴مه، ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د دې محکمې اړوند مدني دېوان، تجارتي دېوان، نظامي منسوبینو دېوان او مخزن څخه د اجراآتو د څارنې په موخه  لیدنه وکړه.

ښاغلي رشاد صاحب د یادو دیوانونو  اجرا شوې فیصلې، قرارونه او اداري اجراآت  وکتل او د یادو دېوانونو مسلکي غړو ته یې هدایت وکړ چې په خپلو اجراآتو ڪې دې نوبت مراعات او دوسیو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

دغه راز ښاغلي مولوي رشاد آخندزاده صاحب د سندونو او وثیقو له عمومي مخزن څخه د لیدنې پر مهال  د دغه آمریت د وثیقو کندې، د سندونو او وثیقو د آمریتونو څخه مخزن ته راغلي استعلامونه او د مخزن ځوابونه، اداري اجراآت، د اسنادو په ساتلو کې د دغه آمریت کړنې او ځینې نور موضوعات وکتل.

ښاغلي رشاد صاحب د اسنادو د ساتلو ځای ته په ورتګ سره د ځینو مثبتو تغیراتو په راتګ سره د یاد آمریت وستایل او د کارونو لا تنظیم او ښه والي ته یې وهڅول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار