د میدان وردګ ولایت محاکمو په تېره یوه میاشت کې د ۱۴۷ دوسیو پر حل او فصل سربېره ۱۳۸ وثایق هم اجراء کړي دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۰
د میدان وردګ ولایت محاکمو په تېره یوه میاشت کې د ۱۴۷ دوسیو پر حل او فصل سربېره ۱۳۸ وثایق هم اجراء کړي دي

له ۱ /۶ /۱۴۴۴ څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د محاکمو د دوسیو او وثایقو توحیدي راپور

په دغه راپور کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرې یوې میاشتې حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د میدان وردګ ولایت محاکمو ته (۱۱۷) حقوقي دوسیې راجع  شوې دي، په داسې حال  کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه ( ۵۴) دوسیې مکتوبي اجراء شوې، (۳۰) دوسیې قضائي قرار ، ( ۱۷) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې ترکار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د میدان وردګ ولایت محاکمو ته (۱۹)جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۲۰) دوسیې مکتوبي اجراء شوې، (۱۳) دوسیې قضائي قرار، (۱۲) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې په دې برخه کې کومه دوسیه نه وه موجوده.

له دې جملې څخه (۱) دوسیه قضائي قرار او (۳) دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې(۱۳۸) بېلا بېل وثایق اجراء شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس یې قېمت نه دی اخیستل شوی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار