د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې  رئیس د مټاخان ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۱:۲۳
د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې  رئیس د مټاخان ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې یوه پلاوي د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۲۴مه نېټه له ماتحت محاکمو څخه د ليدنې په دوام دا ځل د یاد ولايت د مټاخان ولسوالۍ  له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه او کتنه وکړه.

د استيناف محکمې د عمومي رئیس مفتي امان الله(منقاد) په مشرۍ دغه پلاوي چې د استيناف محکمې  د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري)، د استيناف محکمې د جزاء دېوان مفتي مولوي عبدالمنان (محق)، د استيناف د وثایقو امر مولوي حامد یې غړیتوب درلود، د دغه سفر پر مهال د محکمې له رئیس، عضو مفتي او عضو محرر سره وليدل.

ورپسې یې د محکمې د حاضرۍ کتاب، د اندراج کتاب، د صادرې او  واردې دفتر او د وثایقو پر کتلو سربېره يوه نسخه د فيصلې هم مطالعه کړ.

‎یاد پلاوي د محاکمو د حاضريو کتابونو، د وثایقو کتابونو، اندراج کتابونو، صادرې او واردې د دفتر له کتلو وروسته  يوه نسخه د فيصلو  هم مطالعه کړه، دغه راز يې د محاکمو مسؤولینو ته د اړوند چارو د ښه ترسره کولو،  د مشرتابه مقام او د سترې محکمې د فرمانونو د تطبيق په اړه لازم هدايات وکړل.

پر دې سربېره د مټاخان ولسوالۍ  د ابتدائیه محکمې مسؤولینو او منسوبینو ځينې مهم مسایل او موارد له پلاوي سره شریک کړل چې الحمدلله تر ډېره بريده د دوی ستونزو ته حللارې پيدا شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز با رئیس عدلیه آن ولایت ملاقات نمود

محترم مولوی محمدیوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 12 /3 /1448هـ ق با مولوی امرالله (مصلح) رئیس عدلیه آن ولایت، در دفتر کاری‌اش ملاقات نمود.
در این ملاقات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۳:۲۷
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش‌ محترم الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس، درگیری ناشی از اختلاف بر سر مالکیت یک قطعه زمین در مربوطات منطقه «نخچرستان» ولسوالی تگاب‌عالم، که میان دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 10 /3 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دواوین آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید،. . .

بازگشت به اخبار