د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۳۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۹۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
