د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د پکتيا ولايت ځاځي اریوب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۷/ ۶/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د مسئولينو په ترغيبي هڅو د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
