د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ ټولټال (۱۳۷) قلمه د پخلنځي لوښي، (۸۳۸۴٫۵) کیلوګرامه مایع ګاز، (۱۲۷) قلمه مفروشاتي او محروقاتي توکي، (۶۲) قلمه بېلا بېل تعمیراتي توکي او وسایل، (۶۰۹) قلمه البسوي او قرطاسوي توکي د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند قطعاتو او جزوتامونو ته د اړتیا سره سم وېشل شوي دي.
۲ـ (۱۵۸) مخابراتي او ټکنالوژیکي وسایل ترمیم، تنظیم او پروګرام شوي دي.
۳ـ (۳۲) عدده د پرنټر رنګونه او ۷۳ عدده مخابراتي عینات وېشل شوي دي.
۴ـ د یاد ریاست اړوندو شعبو ته (۱۴) عدده کمرې نصب او (۳۵) عدده کمرې ترمیم شوې دي.
۵ـ (۲۸) عدده مخابراتي او ټکنالوژیکي وسایل د ملکي محاکمو د قوماندانۍ له لوري اړوندو آمریتونو او مرکزي محاکمو امنیتي قطعاتو ته وېشل شوي دي.
۶ـ (۵) پایې کمپیوټرونه د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ له لوري بېرته ترلاسه شوي دي.
۷ـ (۱۴) عدده مخابراتي او ټکنالوژیکي وسایل د نظامي محاکمو د قوماندانۍ له لوري اړوندو آمریتونو، مرکزي او ولایتي محاکمو امنیتي قطعاتو ته وېشل شوي دي.
۸ـ د کشفي استعلامونو د ځوابولو وروسته (۱۸۰) تنه مقرر او پر دندو ګمارل شوي دي.
۹ـ د یاد ریاست اړوندو شعبو او ادارو ته (۹۹) تنه تبدیل او تغير شوي دي.
۱۰ـ د (۱۶۴۴) مجاهدینو او خدمتي کارکوونکو لپاره چې منظورۍ یې موجودې وې؛ د هویت کارتونه ورته چاپ شوې دي.
