د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول
د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۹مه نېټه، د څو کورنیو ترمنځ د قتل دوه بېلا بېل موضوعات د سولې له لارې حل او فصل شول.
یادې قضیې د قرهباغ ولسوالۍ اړوند په «باریکآب» او «قرهباغ بازار» سیمو کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله رامنځته شوې وې، چې د قرهباغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته، د یادې محکمې د قضائي غړو له لوري په غور او دقت سره وڅېړل شوې.
د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، د دواړو قضیو طرفین سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د د دوی لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه؛ د مقتولینو د کورنیو له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادیالأولی میاشتې په ۲۹مه نېټه یوه رسمي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مقتولینو وارثانو قاتلانو ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د یادو قضیو طرفین په پوره امن او سوله کې ژوند کوي.
د سیمې اوسېدونکو د قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د دغه اقدام ستاینه او مننه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.
