د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه
د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي معاونیت قضائي مستشار او د نظامي معاونیت سرپرست الحاج مفتي فضل الله (عاصم)، د نظامي معاونیت مفتي مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال)، د نظامي معاونیت د دفتر مخکني رئیس مولوي عبدالولي (فرهاد)، د دفتر ریاست د تحریراتو آمر مولوي محمد اسلم (عبیده)، د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد عیسی (هارون) او نظامي معاونیت اړوند ټولو اداري، خدمتي او امنیتي پرسونل ګډون کړی و.
د غونډي په پیل کې د نظامي معاونیت سرپرست هر اړخېزه وینا وکړه وویل، تغیر، تبدیل او تقرر د نظام لپاره یو مهم اصل او د مشرانو لهخوا له حکمته ډک امر دی، چې موږ یې په عملي کولو او اطاعت باندې مکلف یو.
نوموړي د مخکني رئيس د ښه خدمت ستاینه وکړه او نوی رئیس يې ګډونوالو ته معرفي کړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
