د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، مفتي شیرآغا (عرفان)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۱۶مه نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه، چې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د دغه ریاست د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عصمت الله او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د پنځم زون (کندهار) د نظامي محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله وینا وکړه وویل، په حکومتي مسؤلیتونو کې تغیر او تبدیل خامخا راځي، خو زموږ اخلاص او خدمت باید تغیر نه شي، ځکه زموږ ټولو موخه یو ده، حاکم اسلامي نظام ته به خدمت کوو او د لا استحکام لپاره به په ګډه کار کوو.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مفتي شېرآغا (عرفان) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د غزني زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
