د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۸۹۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۶۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۶۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۴۳۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۶) دوسیې فیصله شوې، (۵۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۳۱۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
