د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
دغه هيئت د یادو ابتدائيه محاکمو د فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونه، د عرايضو ثبت او نور اړوند اسناد په دقت سره وکتل، د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې او د قضائي اجراآتو د لا بهبود په اړه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي، د یادو ولسواليو د قوماندانیو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولینو سره هم ګډې غونډې وکړې؛ په غونډو کې د قضائي فیصلو د تطبیق، د قانون حاکمیت، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنې او پر خپل وخت د دوسیو د حل او فصل، د عدلي او امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ پر اهمیت خبرې وشوې.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه د دوامداره همکاریو ډاډ څرګند شو.
