د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۷ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۹۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۵۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۴۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
