د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول
د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل موضوعات حل او فصل شول.
د یادو موضوعاتو له ډلې په لومړۍ موضوع کې يو کس او په دویمه موضوع کې شپږ کسان وژل شوي وو، چې ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول.
د مسؤولينو په ډېرو هڅو او مصلحينو په منځګړیتوب یاد موضوعات د سولې له لارې حل شول؛ د جانبینو ترمنځ یې روانې دښمنۍ په رسمي ډول پای ته ورسېدې.
