د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي
د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۵۵) نکاح خطونه، (۹) زوجيت خطونه او (۹۹) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۵۱) نکاح خطونه، (۱۱) قبالې، (۷) زوجیت خطونه او (۱۲۸) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۹۶) نکاح خطونه، (۲۲) زوجيت خطونه، (۸) قطعې زوجيت خطونه او (۱۴۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۶۸) نکاح خطونه، (۴۲) قبالې، (۵) زوجيت خط او (۶۵) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۸۶) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۶) زوجیت خطونه او (۱۰۹) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۴۸) نکاح خطونه، (۱۶) قبالې، (۹) زوجيت خطونه او (۶۳) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
