په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې دوه مجرمین پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو، يو مجرم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو او یوه مجرمه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یادو مجرمينو د محکمې پر پرېکړه قناعت درلود.
دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
