د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښهوالي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد ریاست مرستيال محترم مولوي عبدالولي (محمود)، قضائي غړو او د تحریراتو آمر مولوي محمد آمین (ندیم) ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې او بحث وکړ، چې د یاد ریاست چارو ته په ښه ډول پرې رسېدنه کېږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د یاد ریاست د چارو د لاښهوالي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت، انسجام، قضائي او اداري کړنو په اړه له یو بل سره ګټورې مشورې شریکې کړې.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه هره اونۍ د قضائي او اداري کړنو د نظارت او چټکتیا لپاره په دوامداره توګه ترسره کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده
