په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين له يو کال څخه تر يو کال او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
