د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۶۴) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۶۴) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۶۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۶۴) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
