د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالقادر په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړيتوب، د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې د قتل موضوع؛ په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سپينږيرو او مخورو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
