د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
ثلاثاء, يناير 27 2026 10:59 صباحا
د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دويمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
1-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست ته له وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د (۳۴) ولایتونو له محکمو او نورو اړوند ادارو څخه (۶۲۵) رسمي لیکونه د سترې محکمې په عنوان رارسېدلي، چې له لارښوونې وروسته اړوند مراجعو ته د وروستیو کړنو تر سره کولو په موخه صادر شوي.
2-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست ته له مخابراتو وزارت څخه (۱۲۳۵) رسمي لیکونه رارسېدلي، چې اړوند څانګې ته راجع شوي.
3-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست ته د ریاست الوزارء محترم مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې له مرکزي ریاستونو څخه (۸۹۵) مکتوبونه، د استهدا څانګې دوسيې، تجدید نظر، د صلاحیت تفویض، د محکمې تبدیلۍ او د ملک د محاکمو هدایت غوښتنې اړوند اسناد د سترې محکمې په عنوان رارسېدلي و او له لارښوونې وروسته اړوند مراجعو ته د ورستیو کړنو ترسره کولو په موخه صادر شوي.
4-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست له خوا ټول (۱۴۹۷۳) قطعې مکتوبونه او پارسلونه د آرشیف مدیریت ته صادر او وارد شوي، چې د لازمو اجراآتو تر ترسره کېدو وروسته د وروستیو کړنو د بشپړولو په موخه اړوندو څانګو ته لېږل شوي دي. همدارنګه د آرشیف مدیریت له لارې (۷۰۳۹) قطعې مکتوبونه او پارسلونه د ملک د ولایاتو مرافعه محاکمو او نورو امارتي ادارو ته د وروستیو اجراآتو لپاره لېږل شوي او سربېره پر دې، ټول (۱۶۴۶) قطعې نشراتي پارسلونه هم د ملک د ولایاتو مرافعه محاکمو او نورو امارتي ادارو ته د تطبیق په موخه لېږل شوي دي.
5-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست له خوا د ملک له مرافعه محاکمو څخه ټول (۱۸۱) قطعې مکتوبونه ترلاسه شوي، چې له دې جملې (۱۴۸) قطعې مکتوبونه، چې د قبالو او نورو وثایقو د معلوماتو په اړه وو؛ اړوندو غوښتونکو محاکمو ته يې په خپل وخت رسمي معلومات لېږل شوي دي. همدارنګه (۳۳) قطعې مکتوبونه، چې د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۴ هـ ش کلونو پورې د وثایقو (۱۷۹) جلده کلني راپورونه د بېلابېلو محاکمو له لوري او د سترې محکمې د امنیت عامه دېوان له خوا (۷۳۰۰) قضائي قرارونه د ساتنې لپاره را لېږل شوي وو، په مخزن کې حفظ او ځای پر ځای شوي دي. 
6-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست د مراجعینو (۴۰۸۶) عريضې د مقام د هدایت په اساس په اړوند دفاترو کې ثبت او بيا ځلې خپلو صاحبانو ته سپارلې دي او هغه عريضې چې محاکمو پورې اړوند نه وې او یا يې غوښتنې غير قانوني وې، په اړه يې هر مراجعه کوونکي ته لازمې لارښوونې شوې دي.
7-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست لخوا (۵۰۴) مکتوبونو په اړه د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس لازمې کړنې ترسره شوې او اړوند اداراتو ته رسمي مراسلات لېږل شوي.
8-    په دویمه ربعه کې د مقام د تحریراتو ریاست ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د اسلامي امارت د محترم رئیس‌الوزراء د مقام او د ریاست الوزراء د محترمې کابیني له لوري ټول (۱۸۰) قطعې احکام، (۴) قطعې فرمانونه او (۴) مصوبي را رسېدلي، چې د سترې محکمې د عالي مقام له هدایت وروسته د تطبیق او اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته صادر شوي دي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

أحد, مايو 10 2026 2:58 مساء
Background image

تقریر موجز عن أنشطة الرئاسة العامة لشؤون الموظفين في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧هـ ق

قامت الرئاسة العامة لشؤون الموظفين في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧هـ بتنفيذ الأنشطة الرئيسية الآتية:
1- بهدفِ تحسين تنظيم الشؤون الإدارية ورفع مستوى الفاعلية، تم إعداد. . .

خميس, مايو 07 2026 11:30 صباحا
Background image

تقرير موجز للرئاسة العامة للتدقيق والدراسات في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧ ه ق

- قامت الرئاسة العامة للتدقيق والدراسات التابعة للمحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧ هـ ق بتنفيذ الأنشطة الرئيسية الآتية:
1- تمّ تقديم الآراء التدقيقية بشأن (٢٥٨) موضوعًا جزائيا. . .

BACK TO NEWS