د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل درې موضوعات حل او فصل شول
د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د محترم رئیس او د جزا دېوان مسؤولینو په ډېرو هڅو او ترغیب د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب، په ۶/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل درې موضوعات حل او فصل شول.
د قتل یاد درې موضوعات ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول.
ورپسې د ابتدائیه محکمې رئيس او نورو مسؤولينو د هرې موضوع دواړو طرفونو ته د سولې ترغيب وکړ او دوی هم ومنله.
یاد موضوعات د مقتولينو کورنيو تر رضايت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او سپين ږیرو هم په کې ګډون درلود، حل او فصل شول او رسماً يې دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده، چې د قاتلينو کورنيو لخوا د مقتولينو وارثينو ته څه اندازه پيسې ورکړل شوې او د عمدي قتل موضوعات يې حل او فصل شول.
