د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې له امله يې يو کس وژل شوی و.
دغه موضوع د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې مسؤولينو او قومي مشرانو دواړه کورنۍ سولې ته وهڅولې، له ډېرو هڅو او ترغيب وروسته دواړه کورنیو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپینږیرو هم ګډون درلود؛ د مقتول کورنۍ لخوا د قاتل کورنۍ ته له بخښنې وروسته په رسمي ډول پای ته ورسېده.
