د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د لوړ ميوند او ښکته میوند ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه
د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)؛ د مرافعه محکمې محرر مولوي روح الله په ملتیا، په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت د لوړ میوند او ښکته میوند ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د یادو محاکمو د قضائي، اداري او د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو څخه ارزونه وکړه، چې لله الحمد چارې يې د شریعت او قضائي اصولو سره مطابق ترسره کړې وي او په ځينو مواردو کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو ولسوالیو او امنيتي ارګانونو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ وویل، د کارونو د لا ښه والي او هېوادوالو ستونزو د حل په موخه باید وخت پر وخت د همغږۍ غونډې وشي، ترڅو له دې لارې ستونزې حل او فصل شي.
