د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الآخرة میاشتې په ۵ مه او ۹ مه نېټه د قاتلینو او مقتولینو کورنيو ترمنځ د قتل په دوه بېلا بېلو موضوعاتو کې سوله وشوه.
د قتل لومړۍ موضوع د ترافیکي پېښې له امله د یادې ولسوالۍ ماشین آب په سیمه کې او دویمه د خپل مینځي جګړې له امله د اوریاخېلو کلي کې رامنځته شوې وه، چې ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوې.
د ابتدائیه محکمې مسؤولينو دواړه لوري سولې ته وهڅول او دوی هم قبوله کړه.
یاد موضوعات په يوه غونډه کې چې علماوو او قومي مشرانو هم ګډون درلود، د مقتولینو وارثينو قاتلینو ته بخښنه وکړه؛ موضوعات يې رسماً پای ته ورسېدل او شته دښمنۍ يې په دوستۍ بدلې شوې.
