د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۶/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۱۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۸۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۸) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
