په خوست ولايت کې یوه مجرم او دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت د باک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د غلا په تور او یوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم، نن چهارشنبه (۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر یوه ـ یوه کال تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم او متهمينو تطبيق شوه.