د زابل ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني)؛ د جزا دېوان مفتي محمد سليم (صهيب) په ملتيا، په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولايت له عمومي زندان څخه نظارت او ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس له ټولو بندیانو سره وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې، ډاډ يې ورکړ چې ستونزو ته به مو د شریعت او اصولو مطابق رسېدنه وشي.