د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د هېواد (۱۰) ولايتونو ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي)، د یاد ریاست د مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) په ملتيا په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د هېواد پکتيکا، غزني، زابل، ميدان وردګ، لوګر، پکتيا، خوست، پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو ته سفر پيل کړ.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی به یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال، د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د دعوت او ارشاد له آمرینو سره ناستې وکړي.
دغه راز به د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس په مشرۍ پلاوی د یادو ولایتونو د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته د اصلاحي بیانونو ترڅنګ د دعوت او ارشاد آمریت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو نظارت او ارزونه وکړي.