په غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن سه شنبه ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد کسان پر درې ـ درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.