د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
خميس, سبتمبر 04 2025 11:22 صباحا
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او وثايقو آمریت په دوو اونيو کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۷) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۷) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۰) دوسیې فیصله شوې، (۳۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۵) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۲) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 9:50 صباحا
Background image

زیارة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا إلى محافظة زابل

زار قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلةُ الشيخ عبدالحكيم الحقاني، في 22/10/1446هـ ق، على رأس وفد، محافظة زابل، استمراراً لجولاته الإقليمية ومتابعته. . .

خميس, أبريل 17 2025 6:09 مساء
Background image

زیارة فضيلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا على رأس وفد إلى محافظة هلمند

قام قاضي القضاة ورئيس المحمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني) ، بتاريخ ١٨ / ١٠ / ١٤٤٦ هـ ق، على رأس وفد بزيارة محافظة هلمند، وذلك في إطار مواصلته. . .

BACK TO NEWS