د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۸) قلمه پرینټر رنګونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۱/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۲۱/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته په ۱۴/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.