د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږيرو په منځګړيتوب د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې په شهادت رسېدلی و؛ په ۴/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده ترافيکي پېښه د ټېلر او پاسو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې وه؛ چې په پايله کې یې د پاسو موټرچلوونکی په شهادت رسېدلی و.
دغه موضوع د شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو لخوا دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او د مقتول کورنۍ ته د شریعي ديت په ورکړې سره یاده موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د شهرصفا ولسوالۍ د مسؤولينو په هڅو ګڼ شمېر ورته موضوعات حل او فصل شوي دي.