په خوست ولایت کې (۱۸) مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته د لواطت په تور او د څلورو ښځو په ګډون څوارلس کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۲۴/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد کسان له یو کال څخه تر اوو کالو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قضائي، اداري او نظامي منسوبینو او یو شمېر عامو هېوادوالو ګډون درلود.
جوړه شوې غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.