پکتيکا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د دوشنبې په ورځ ( ۱۸ /۱۱ /۱۴۴۵هــ ق) نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس يو تن ته د نيشه يي توکو د استعمال او اخلاقي فساد په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ارګون ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر (۲۱) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبیق شو.