د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۶۳۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
ثلاثاء, أبريل 02 2024 11:26 صباحا
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۶۳۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱۰/ ۸/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۹/ ۹/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۶۳۴) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۴۵) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۷۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۶۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۸۰) تجارتي دوسیې واردې شوې دي.
له دې جملې څخه (۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۱۳۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې (۳۷۲) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 9:50 صباحا
Background image

زیارة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا إلى محافظة زابل

زار قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلةُ الشيخ عبدالحكيم الحقاني، في 22/10/1446هـ ق، على رأس وفد، محافظة زابل، استمراراً لجولاته الإقليمية ومتابعته. . .

خميس, أبريل 17 2025 6:09 مساء
Background image

زیارة فضيلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا على رأس وفد إلى محافظة هلمند

قام قاضي القضاة ورئيس المحمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني) ، بتاريخ ١٨ / ١٠ / ١٤٤٦ هـ ق، على رأس وفد بزيارة محافظة هلمند، وذلك في إطار مواصلته. . .

BACK TO NEWS