د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي او اجرائیوي ریاست لپاره د (2)عراده هایلکس او(۳)عراده فلډر موټرونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۴/۸/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت  ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول ][ ۲۰۰۰۰۰) افغانۍ دی د آفرونو پرانیسته ۲۴/۸/۱۴۰۲هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې تر سره کیږي.
نوټ:د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۱۷/۸/۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې تر سره کیږي.

Latest announcements

سبت, أكتوبر 19 2024 10:52 صباحا
Background image

رسالة التعزیة 

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}

{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي . . .

اثنين, نوفمبر 06 2023 10:48 صباحا
Background image

بيان المحكمة العليا في الإمارة الإسلامية بشأن الهجمات الوحشية الجوية والبرية والفظائع التي ترتكبها الاحتلال الصهيوني في فلسطين

 

تعرض المسلمون المظلومون في فلسطين لعقود عديدة الهجمات الوحشية من الاحتلال الصهيوني. وقد استشهد آلاف من الرجال والنساء والأطفال الفلسطينيين، بينما أصيب العديد بإصابات بالغة. وذلك في الوقت الذي . . .

Back to announcements