د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو اداري ناسته ترسره شوه
په ۲۸ /۹ /۱۴۴۴ هـ ق نېته د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د محاکمو د اړوند چارو د لابهبود په موخه د یادې محکمې د رئیس محترم مولوي معاذالله (عارف) تر مشرۍ لاندې اداري ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه چې د ننګرهار د استیناف محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئیسانو او د تحریراتو رئیس په کې ګډون درلود، د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ معاذالله (عارف) د محکمې او قضاء پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، ټول مسؤولین یې خپلو دندو ته متوجه کړل او د عارضینو د شکایتو عریضې یې له مربوطه دېوانونو سره مطرح او په اړه يې د مرافعه محکمې د دېوانونو او د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئیسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو یادو موضوعاتو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي او د خلکو ستونزې حل شي.
د دېوانونو رئیسانو د یادې موضوع د حل په مورد د ننګرهار مرافعه محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ.
غونډه د ننګرهار د مرافعه محکمې د تجارت دېوان د رئیس مفتي شاهدالله (حقاني) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.