د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس د بټيکوټ او مهمندرې ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمدګلاب فاروقي د پنجنشبې په ورځ (۱۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د دغه ولایت د بټي کوټ او مهمندرې ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د چارو د ارزونې او نظارت په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ.
شیخ محمدګلاب (فاروقي) یادو محاکمو ته د سفر پر مهال د محاکمو له مسؤولینو سره پر لیدنې سربېره د محاکمو قضائي او اداري چارې له نږدې وکتلې.
د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو لخوا د صادرو شوو څو فیصلو تر کتلو وروسته د محاکمو د چارو د لاسمون او چټکتیا په موخه مسؤولینو ته اصلاحي لارښوونې وکړې.
دغه راز محترم شیخ (فاروقي) محاکمو ته د راغلو هیوادوالو ستونزې او نظرونه واورېدل او قضاتو ته یې سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.