ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۹:۵۴
ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د امارتي ادارو او رسنیو د فعاله ونډه اخیستنې ستاینغونډه کې د ریاست الوزراء د محترم مقام لخوا وستایل شوه.

په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء محترم مقام د دفتر لخوا په ۱۴۴۴/۲/۲۷هـ ق نېټه د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه سترې محکمې ته د غوره او ښه یو کلن کاري راپور  ورکولو په خاطر ستاینلیک ورکړ شو.

د دغه ستاینلیک په متن کې راغلي: ((ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، د سترې محکمې د مشرتابه پلاوي، رئیسانو او ویاند دفتر له فعاله ونډې اخیستنې څخه قدردانی کوم او د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا لپاره ستاسو له ژمنتیا منندوی یم. وړاندې شوي معلومات د قناعت او ستایلو وړ دي، تاسو ته د لوی څښتن تعالی له درباره په چارو کې بریالیتوب غواړم.))

د یادونې وړ ده چې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرامونو په لړ کې د سترې محکمې  د ادارې معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه په مشرۍ مطبوعاتي پلاوي په ۱۴۴۳ هـ ق کال کې د دې ادارې د اجراآتو راپور شریک کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې په شهادت رسېدلی و؛ په ۴/ ۹/. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو (له ۱۶ /۸ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹ /۹ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۱۳) دوسیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۲۳۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۲۳۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی