د زابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستيال مولوي محمد عبدالله (اخندزاده) د معرفت غونډه وشوه 

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۳۱
د زابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستيال مولوي محمد عبدالله (اخندزاده) د معرفت غونډه وشوه 

د زابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوی مرستيال مولوي محمد عبد الله (اخندزاده) د مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) لخوا په ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د محاکمو مسؤولينو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې چارې پیل کړې.

د معرفت غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ټولو مسؤولينو ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه او له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه چې له نوي مرستيال سره په چارو کې پوره همکاري وکړي.

د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې مرستيال خبرې وکړې وویل، دنده امتياز نه؛ بلکې مسؤولیت او ازموينه ده.
نوموړي زیاته کړه، زه له تاسو ټولو څخه د دعا غوښتنه کوم، ترڅو په دې آزموينه کې بريالی او د خدمت جوګه شم.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی