په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو، چې متهمینو پر دې پرېکړه قناعت درلود او د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پرې تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي سردار احمد (ثابت)، د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان مفتي مولوي صبغت الله (راشد)، د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالقدیم (حنفي) د اسلامي شريعت د تطبيق، تعزیري سزاګانو د ګټو او د ټولنې د اصلاح په اړه هر اړخيزې ویناوې وکړې.
یاده غونډه پر متهمینو د تعزیري سزا د حکم له تطبيق وروسته د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
