د بغلان او سمنگان د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۱۳
د بغلان او سمنگان د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د بغلان او سمنگان ولايتونو د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ د څانګې لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي خان محمد (ناظم) په ۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې قوماندانۍ مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د یاد زون د نظامي محکمې محرر مولوي عبدالله مسلمیار او يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد رياست د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت مدرس مولوي عبدالله جان عابد وینا وکړه وویل، د نظام بنسټ په اطاعت را پيل شوی، الله تعالی په اطاعت سره کامیابي او بقاء درکوي، لازمه ده چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو، له بې اتفاقۍ، اختلاف او بې اعتمادۍ څخه ځانونه وساتو.
د غونډې په دوام د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله آغا ذهین وویل، موږ باید د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول سختي، تکلیفونه او ستړیاوې په سړه سینه وزغمو، ترڅو د الله تعالی او د نظام حق په کامله معنا ادا شي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی