د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست یوه شپږ کسیز پلاوي د جنوب او مرکزي زونونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۶
د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست یوه شپږ کسیز پلاوي د جنوب او مرکزي زونونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

 د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول، دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو ګډ شپږ کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د روان۱۴۴۶ هـ ق کال شعبان المعظم  د میاشتې په ۸ مه نېټه د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست  ذکر شوي پلاوي په دې لیدنه کې د جنوب زون اړوند کندهار، زابل، ارزګان، هلمند ولایتونو او د مرکزي زون اړوند غزني، بامیان، دایکندي، او میدان وردګ ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو، د ریاست الوزراء محترم مقام او سترې محکمې عالي مقام د هدایاتو د تطبیق، د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د تالاشۍ له بهیر، اکمال او توزیع، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ د مجاهدینو د ښه خدمت کولو څخه د قدرداني په موخه ځانګړي ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړې او په راتلونکي کې د لا ښه خدمت کولو په موخه ځینې مشورې ورکړل شوې. 
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو، والیانو، د استخباراتو له رئیسانو او امنیه قوماندانانو، سره هم د همغږۍ يووالي او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې ترسره کړې.
د یاد پلاوي دغه له لاسته راوړنو ډک سفر د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم  د میاشتې په ۱۹ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی